یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America امریکاغږ پښتو VOA Pashto
-
- News
د افغانستان او نړۍ د اوونۍ د تودو پېښو تحلیل او څیړنه په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې د امریکاغږ د سپوږمکۍ ډیجیټلي شبکو په خپرونو کې وګورئ. دا خپرونه د شنبې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې تاسو ته وړاندې کیږي.
-
- video
بدیل معیشت - یوه موضوع څو زاویې - غبرګولی ۱۹, ۱۴۰۳
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونیایووا له قوله خبر ورکړ شوی چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به په افغانستان کې د خصوصي سکتور، بانکدارۍ او د مخدره موادو پرضد د مبارزې پر مسایلو هم خبرې وشي.
-
- video
متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست لپاره انتخاباتي سیالۍ – یوه موضوع څو زاویې - غبرګولی ۱۲, ۱۴۰۳
پداسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې رانږدې کیږي، جو بایډن او ډونالډ ټرمپ خپلو ټاکنیزو مبارزو ته زور ورکړی دی. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د پالیسیو توپیر ته کتنه شوې ده.
-
- video
د اقلیم بدلون- یوه موضوع څو زاویې - غبرګولی ۰۵, ۱۴۰۳
د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځ کې د وروستیو سیلابونو څخه په اغیزمن شویو ولایتونو کې وضعیت لا هم بحراني دي او په دغو ولایتونو کې د خلکو زیاتیدونکو بشري او صحي مشکلاتو ته د رسیدو په هدف عاجلو مرستو ته اړتیا ده.
-
- video
د اسرائیل او حماس جګړه - یوه موضوع، څو زاویې - غویی ۲۹, ۱۴۰۳
د یوه موضوع، څو زاویې په خپرونه کې په غزه کې د وضعیت او د اسرائیل او حماس د روانې جګړې پر نورو خواوو راپورونه او شننې خپریږي.
-
- video
د ازادو رسنیو ارزښت - یوه موضوع څو زاویې - غویی ۲۲, ۱۴۰۳
په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د شاخص په اساس چې د بې پولو خبریالانو سازمان ترتیب کړی، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په بدو هیوادونو کې راغلی دی. د طالبانو محدودیتونو سلګونه افغانې خبریالانې او خبریالان له افغانستان څخه وتو ته اړ ایستلي دي.
-
- video
افغانستان کې د زینتي ګلانو پالل - یوه موضوع څو زاویې - غویی ۱۵, ۱۴۰۳
وروسته له هغه چې په افغانستان کې د کوکنارو کرل منع شول، د زینتي ګلانو پالل او زراعتي کښتونو ته پام زیات شوی دی. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، په افغانستان کې بدیل معیشت ته کتنه شوې ده.