
72 episodes

ژوند په امریکا کې - Voice of America امریکاغږ پښتو VOA Pashto
-
- Society & Culture
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی.
-
- video
په امریکا کې د میشتو افغان ډاکټرانو کلنۍ غونډه -ژوند په امریکا کې - وږی ۳۱, ۱۴۰۲
په امریکا او کاناډا کې د مېشتو افغان ډاکټرانو دویمه کلنۍ غونډه په ویرجینیا کې جوړه شوه. د دې غونډې موخه په امریکا کې د طبي متخصصینو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، د کدرونو د کار ستاینه او هغو ډاکټرانو ته لارښوونه او مرسته کول وو چې په دې وروستیو کې امریکا ته کډوال شوي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو له موسسو او روغتونونو سره د مرستو او همکاریو پر پروګرامونو هم خبرې وشوې.
-
- video
امریکا ته تازه راغلي افغان کډوال څه ستونزې لري؟- ژوند په امریکا کې - وږی ۲۴, ۱۴۰۲
امریکايي مېرمن بیکي جیننګز له پنځو کلونو راهیسې له هغو افغانانو سره کار کوي چې تازه امریکا ته راغلي دي. هغه د یوې مودې لپاره د بیا میشتیدنې د یوې موسسې کارکونکې وه، خو اوس په رضاکارانه توګه په امریکا کې د هغو افغانانو سره مرسته کوي چې لارښوونې ته اړتیا لري.
-
- video
ژوند په امریکا کې: جومات کې بم ایښودونکی عسکر چې د افغانانو په دعوت مسلمان شو - وږی ۱۷, ۱۴۰۲
په امریکا کې د هغو دوو افغانانو په زړه پورې کیسه چې له اسلامي او انساني اخلاقو سره توانېدلي هغه امریکایي پخوانی پوځي اسلام ته دعوت کړي چې غوښتل یې د انډیانا ایالت په یوه جومات کې بم کېږدي او د سلګونو مسلمانانو د وژل کیدو لامل شي. په دې اړه یو مستند فلم هم جوړ شوی چې تیر کال د اسکار جایزې ته نومول شوی و.
-
- video
له ماشومانو د ډېر کار تمه او د هغوي په روان یې اغیز - ژوند په امریکا کې - وږی ۱۰, ۱۴۰۲
له ماشومانو او تنکي ځوانانو څخه د میندو او پلرونو ډیره تمه چې ماشومان باید په هر کار کې ډیر تکړه وي او له خپلو همځولو مخکې شي، د هغوی په ژوند کې سختې ستونځې رامنځته کوي. په همدې اړه د جورج واشنګټن پوهنتون د ماسټرې برخې محصل همایون خان، په انګریځي ژبه یو کتاب لیکلی. په دې خپرونه کې له دغه ځوان لیکوال او د ده له کتاب سره آشنا کیږو.
-
- video
ژوند په امریکا کې - وږی ۰۳, ۱۴۰۲
د همایون سخي له رباب سره د افغانستان څلورو خواوو ته سفر. ښاغلی سخي د افغانستان یو له نامتو رباب غږونکو څخه دی.
-
- video
ژوند په امریکا کې - زمری ۲۷, ۱۴۰۲
په هغو زرګونو افغانانو کې چې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته امریکا ته راغلي، د پام وړ شمېر ځوانې نجونې هم شاملې دي. د یوې ځوانې افغانې نجلۍ ژوند چې په امریکا کې یواځې او له خپلې کورنۍ څخه لیرې ژوند کوي څنګه دی؟ دا پوښتنه مو له شکریه مشعل سره مطرح کړې چې یواځې امریکا ته راغلې ده.