اشنا خبري خپرونه - Voice of America VOA
-
- News
-
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، د ورځې رپوټونه، د افغانستان او نړۍ د مهمو پېښو په هکله د نظر د خاوندانو او مسولینو مرکې، ارزونې او پراخ بحثونه، ستاسې غږ او نور علمي، معلوماتي او اموزشي موضوعات د اشنا تلویزیون په خپرونو کې وګورئ.
-
- video
د ایران ولسمشر د اړیکو رغولو لپاره پاکستان ته تللی - اشنا - غویی ۰۳, ۱۴۰۳
اسلام اباد ته د رئیسي سفر او د ایران او پاکستان اړیکې، په منځني ختیځ کې وضعیت او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
-
- video
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک اندېښنه – د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه - غویی ۰۲, ۱۴۰۳
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت د نړیوال بانک د راپور جزئیات خپرو. د امریکا په ټاکنیزو سیاليو کې د اقتصادي مسایلو په اهمیت راپور لرو او په بلوچستان کې د 'زیړ کاریز ' په نوم د کډوالو د یو پخواني کمپ حال هم درکوو.
-
- video
په ایران د اسرائیل غچ اخیستونکي برید غبرګونونه پارولي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه - غویی ۰۱, ۱۴۰۳
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې پر ایران د اسرائیل د غچ اخیستونکي بریدونو، افغانستان ته څیرمه په قبائیلي سیمو کې د خښ شویو ماینونو د خطرونو او په کابل کې د یو متقاعد کس چې اوس د ښار په یو واټ کې پیرکي پلوري خبرونه او رپوټونه لرو.
-
- video
د جي-۷ هېوادونو غونډه او د ایران او اسرائیل کړکېچ - اشنا - وری ۳۰, ۱۴۰۳
افغانستان کې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اندېښنه، د جي-۷ هېوادونو غونډه او د ایران او اسرائیل کړکیچ، د هند په عمومي ټاکنو کې د مودي محبوبیت، او د افغانستا او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خپرونه کې وګورئ.
-
- video
په ایران د امریکا د نورو بندیزونو خبرداری - اشنا - وری ۲۹, ۱۴۰۳
افغانستان کې د دوو تلویزیونونو پر فعالیت بندیز، د منځني ختیځ وضعیت، پر ایران د امریکا د نورو بندیزونو خبرداری، په کاناډا کې د افغان کرکټ لوبغاړو مسلکي فعالیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
-
- video
له ایران څخه پر غچ اخیستو د اسرائیلو ټینګار – اشنا - وری ۲۸, ۱۴۰۳
سره له دې چې پر اسرائیلو فشار زیات شوی چې له ایران څخه غچ وانخلي، خو د اسرائیلو د پوځ مشر وايي دوی به د ایران برید ته ځواب ووايي. پر دې سربېره په امریکا کې د راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو، په افغانستان کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیاتونو او په کاناډا کې د افغانانو د کرکټ د فعالیتونو په اړه رپوټونه اود افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.