اتصال - Voice of America VOA
-
- News
د اتصال په خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د کارپوهانو او چارواکو سره څیړل کیږي چې د عامو افغانانو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو خپریږي.
-
- video
په رسنیو د طالبانو د محدودیت لاملونه - اتصال - وری ۳۰, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې په رسنیو د طالبانو د حکومت د محدودیتونو پر لاملونو او د طالب چارواکو سره د اروپا میشتو افغانانو د استازو د لیدنې په اړه بحث شوی دی.
-
- video
د ایران او طالبانو د حکومت اړیکې - اتصال - وری ۲۹, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې د طالبانو د حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه بحث شوی چې ویلي یې دي، ایران ډاډ ورکړی چې مخالفینو ته یې په ایران کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
-
- video
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر - اتصال - وری ۲۸, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ستنولو د روان بهیر په اړه بحث شوی دی.
-
- video
پر اسرائیل د ایران له برید وروسته وضعیت - اتصال - وری ۲۷, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې، د ایران له برید وروسته د اسرائیل د احتمالي غبرګون او په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د زیانونو په اړه خبرې شوي دي.
-
- video
پر امریکا د داعش د بریدونو د احتمال په اړه اندیښنې- د اتصال د یکشنبې خپرونه - وری ۲۶, ۱۴۰۳
د اتصال په نننۍ خپرونه کې د داعش د ودې او پر امریکا ددې ډلې د برید د اندیښنو په اړه د امریکایی چارواکو په ورستیو څرګندونو بحث شوی او له افغانستان څخه بهر د افغانانو اختریز جشنونو ته هم لنډه کتنه شوې.
-
- video
په پاکستان کې د افغانانو اختر - د اتصال د پنجشنبې (اپریل ۱۱مه) خپرونه - وری ۲۳, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې په پاکستان کې د افغانانو اختر او په افغانستان کې د خبریالانو د ستونزو پر مسئلو بحث شوی دی.