یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America امریکاغږ پښتو VOA Pashto
-
- News
د افغانستان او نړۍ د اوونۍ د تودو پېښو تحلیل او څیړنه په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې د امریکاغږ د سپوږمکۍ ډیجیټلي شبکو په خپرونو کې وګورئ. دا خپرونه د شنبې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې تاسو ته وړاندې کیږي.
-
- video
د اسرائیل او حماس شپږ میاشتنۍ جګړه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۲۵, ۱۴۰۳
د اپرېل اوومه په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي روانه جګړه شپږمیاشتنۍ شوه. دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل په برید کې ۱۱۷۰ کسان ووژل او ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل. د روانې جګړې له کبله د غزې تړانګې اکثریت اوسېدونکي بېځایه شوي او اکثره فلسطینیانو جنوبي رفح ښار ته پناه وړې ده.
-
- video
د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د څښاک د پاکو اوبو کمښت – یوه موضوع څو زاویې - وری ۱۸, ۱۴۰۳
د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې په نړۍ کې شاوخوا دوه اعشاریه دوه میلیارد کسان د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی نلري. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، د نړۍ په ځنیو برخو کې د اوبو کموالي ته کتنه شوې ده.
-
- video
د اعتیاد په وړاندې مبارزه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۱۱, ۱۴۰۳
نوی لمریز کال پداسې حال کې پیل شوی چې په افغانستان کې بزګران او په تېره بیا هغه بزګران چې د کوکنارو کر پرې د طالبانو د حکومت له خوا بند شوی له ستونزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دي. بزګران دا نوی کال هم د تېر کال په څېر ګڼي خو د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت بیا د ژمنې په حد کې پدغه کال کې د اوبو د مدیریت او د بندونو د جوړولو خبره کوي.
-
- video
د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي د بایکاټ پرېکړه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۰۴, ۱۴۰۳
د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن د پالیسیو په وجه، ځني امریکایي مسلمانان په پام کې لري چې د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي او د اختر لمانځلو په غونډه کې ګډون ونکړي. له بلې خوا اذربایجان هڅه کوي چې روژه ماتۍ د یونسکو لخوا د مسلمانانو د اسلامي او فرهنګي میراث په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
-
- video
د امریکا پر ټاکنو د جګړو اغیز - یوه موضوع څو زاویې - کب ۲۶, ۱۴۰۲
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دموکرات ګوند او پخواني ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ د لازمو ګوندي استازو شمیر پوره او په رسمي توګه له نوماند کیدو وروسته به دغه دواړه کاندیدان د نومبر په عمومي ټاکنو کې سره مخامخ شي. خو په غزې او اوکراین کې د جګړو دوام په ټاکنو باندې اغیز ولري؟
-
- video
پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوام ته کتنه - یوه موضوع څو زاویې - کب ۱۹, ۱۴۰۲
پر اوکراین د روسیې د یرغل دریم کال پداسې حال کې پیل شوی چې د پای ته رسېدو هېڅ څرک یې نه ښکاري. په ورته وخت کې د اروپایي هېوادونو د پارلمانونو غړي د متحده ایالتونو له کانګرس څخه غوښتنه کړې ترڅو اوکراین ته د اضافي مرستو وړاندیز تصویب کړي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوام ته کتنه شوې ده.