اتصال - Voice of America VOA
-
- News
د اتصال په خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د کارپوهانو او چارواکو سره څیړل کیږي چې د عامو افغانانو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو خپریږي.
-
- video
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه - اتصال - غویی ۲۰, ۱۴۰۳
د طالبانو حکومت او پاکستان پر یو بل د ناامنیو د زیاتېدو له کبله تورونه پورې کړي. د اتصال په خپرونه کې پر دغې موضوع سربېره په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحث شوی.
-
- video
بدخشان کې د کوکنارو د کښت مخنیوی او مخالفتونه - اتصال - غویی ۱۹, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې د طالبانو له لورې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په لړ کې د رامنځته شوې ترینګلتیا او لاریونونو په اړه بحث شوی دی.
-
- video
له طالبانو د اسلامي همکارۍ د سازمان غوښتنې - اتصال - غویی ۱۸, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې له طالبانو څخه د اسلامي همکارۍ د سازمان وروستیو غوښتنو او په چمن کې روان پرلت ته کتنه شوې ده.
-
- video
په بدخشان کې د لاریون غوښتنې څه دي؟ - اتصال - غویی ۱۷, ۱۴۰۳
د اتصال په خپرونه کې د میلمنو سره په بدخشان کې د روانو مظاهرو پر غوښتنو خبرې شوي دي. په دې خپرونه کې په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي او فقر موضوع هم څېړل شوې ده.
-
- video
اتصال تلویزیوني خپرونه - غویی ۱۶, ۱۴۰۳
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
- video
مرستو ته د افغانو ښځو لاسرسی له خنډونو سره مخ دی - د اتصال خپرونه - غویی ۱۳, ۱۴۰۳
د اتصال د پنجشنبې په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د تازه سروې چې پکې په افغانستان کې د ښځو اړوند د بشري چارو فعالیتونه د طالبانو د حکومت له خوا د خنډونو سره مخ شوي د میلمنو سره پرې خبرې شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ په موضوع هم لنډه کتنه شوې.